د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۱:۵۸
news image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو سازمانونو په همکارۍ, د وروستیو واورو او بارانونو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د خوړو نړیوال پروګرام لخوا, ۱۸.۲ کیلو غوړي, ۲۵ کیلو دال, 2 کیلو مالګه د ماشومانو او مېندو لپاره تغذیوي مواد, او د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا هرې کورنۍ ته د مرستو درې ‌ډوله کېټونه, څراغ او د یونیسف سازمان لخوا یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده, چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له دی ګام څخه خوښي څرګنده او د یاد ریاست له همکارۍ یې مننه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .