د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱٧٠ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دی ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ اړوند ۱٧٠ اړمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ٥٠ کیلویي غنم او یوه بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره