د پکتیکا ولایت ولایتي شورا غړو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

rahyab
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۷:۵۶
Meeting

ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پرمهال د پکتیکا ولایت ولایتي شورا غړو سره لیدنه او خبرې وکړې.
دغه غونډه په وقایوي پړاونو کې د پېښو مدیریت په برخه کې همکاري او همغږۍ رامنځته کولو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته ځواب ویلو او چمتووالي په موخه ترسره شوه.
لومړۍ د پکتیکا ولایت ولایتي شورا محترمو غړو په دغه ولایت کې د طبیعي پیښو له امله رامنځته شويو تلفاتو او زیانونو ته په اشارې سره، د پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدو او احتمالي پېښو پر وړاندي د خلکو د زیانمنتوب څخه د مخنیوي لپاره د وقایوي برنامو پلي کیدو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د طبیعي پېښو په مدیریت کې د ولایتي شورا د ونډې مهم ګڼلو سره وویل: چې دغه وزارت د چمتوالي، پوهاوي، او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدو په پړاوونو کې د پېښو مدیریت په برخه کې نوی برنامې لري. او د پکتیکا ولایتي شورا غړو ته یې د لا زیاتي همکارۍ ژمنه ورکړه.

Paktika

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .