د کابل ولایت له مرکزي سیلو  څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د پنجشیر ولایت ته ولېږدول شول 

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۷:۲۱
تصویر خبر

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هېواد ټولو ولایتونو ته د مرکزی سیلو او د ولایتونو له کرنې ریاستونو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شوی، په همدې چوکاټ کې، د (٢,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، د کابل له مرکزي سیلو څخه د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته د طبیعي پېښو له امله احتمالي زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه ولېږدول شول.
د يادونې وړ ده، چې یاده اندازه غنم د دې رياست په ګدام کې ذخیره شول او د اړتيا په وخت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو باندې ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/١٥ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۲
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OAWCK  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د افغان سرې میاشتې ټولنې او UNICEF دفتر په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او عنابه، دره، رخه آبشار، حصه اول او شتل ولسوالیو کې د طبیعي پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .