د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۲:۱۴
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په پغمان ولسوالۍ کې هغو ۱۰۸ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلویي بورۍغنم، ۱۲.۵ کیلو وریجې، یوه روغتیایي بسته چې ۱۷ قلمه توکي پکې شامل وو، ۴ جوړې نارینه‌وو کمیسونه، یوه جوړه نارینه‌وو پتلون، ۳ پلاستیکي صندوقونه، ۳ څراغونه له سطلونو سره او ۱۰۰ د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول.

په پای کې د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د پر وخت رسېدنې او د مرستو د وېش له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۶۲۴ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۱:۱۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اکتېد مؤسسې په مالي ملاتړ، هغو ۱۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

د مرستو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه لخوا د IOM او WFP دفترونو سره د همغږۍ پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو دفترونو په مالي ملاتړ هغو ۱۳۸ کورنیو ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .