د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۳۵
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه لخوا د IOM او WFP دفترونو سره د همغږۍ پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو دفترونو په مالي ملاتړ هغو ۱۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸ کیلو غوړي، ۲۰ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه او ۲ کیلو HEB بسکېټ ورکړل شول. همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي د وسایلو یوه بسته، د کمپلو یوه بسته او د سولري څراغونو یوه بسته هم ووېشل شوه. 

سربېره پر دې، هغو ۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، د لنډمهالي سرپناه د برابرولو په موخه خېمې هم ورکړل شوې.
مسؤلین وایي، دا مرستې د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو ستونزو د کمولو په موخه وېشل شوې دي

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .