د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي, غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۲۲:۸
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۰ زیانمنو کورنیو, ۳ د شهیدانو کورنیو او ۱ تن ټپي ته له سروې وروسته خوراکي, غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کي د مسؤلینو په شتون کې ۶ کورنيو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې، ۲ جوړه څپلکې, ۴ کورنيو هرې یوې ته ۵۰ کيلو غنم، ۵۰ کيلو وريجې، ۲ تختې کمپلې، ۳ تختې توسان، ۳ جوړې څپلکې او له یاد شمېر کورنیو څخه يوې کورنۍ ته يو باب خيمه هم وويشل شوه, او همدارنګه د ۲ شهيدانو کورنيو هرې یوې ته ۲۰,۰۰۰ (شل زره) افغانۍ او يو تن ټپي او د يو شهید کورنۍ ته ۱۰,۰۰۰ (لس زره) افغانۍ وويشل شوې, چې د دغو کورنیو لپاره ټولټال ۶۰,۰۰۰ (شپېته زره) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .