د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدې مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي او د یو شهید ورثه او د ټپی کورنۍ ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته او د ولایت مقام او د کډوالو چارو پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تورچای، ۲ تختې کمپلې، ۳ جوړه څپلکې او له دی شمېر څخه یوې کورنۍ ته یو باب خیمه ووېشل شوه. همدارنګه، د یو شهید ورثه ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او د ټپي کس کورنۍ ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
