د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۱۳۵ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۱۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو، منوره، ډانګام او ناړۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله د شهیدانو ورثه، ټپیانو او بېځایه شویو ۱,۱۳۵ کورنیو ته له سروې وروسته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۷۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۱ کارټن خرما، ۱ عدد څراغ، ۱ تخته پلاستیکي ترپال، د البسې ۱ کېټ، ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۱ کارټن خرما، یوه بسته البسه، همدارنګه، د ۷ تنه شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ، ۲۷ تنه ټپیانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه څلور لکه او لس زره (۴۱۰,۰۰۰) افغانۍ کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .