د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۱۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره پیچ او چپه دره ولسوالیو کې د تېرې زلزلې له امله ۲۴۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۹,۰۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او دوه اویا زره (۲,۱۷۲,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها مؤسسې په کوربه توب د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Serve Afghanistan موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده‌کوونکو ته نغدي مرستې وېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .