د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د څوکۍ ولسوالي د دیوه ګل درې په زوړ کلي پنډغالي کې ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۲،۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اته سوه او اوه نوي زره او نه سوه (۸۹۷،۹۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
