د یونیسف سازمان د ماشومانو د ساتنې متخصص په نیمروز ولایت کې په اجباري توګه د ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۱۱
تصویر خبر

پرون ورځ د جمعې په ماسپښین، د یونسیف سازمان د ماشومانو ساتنې متخصصې اغلې آصفه تولیسا دانو، په داسې حال کې چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي او ولایتي کارکوونکو په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران پولې په پل ابریشم کې د دې ادارې په پنډغالي کې په اجباري توګه ایستل شویو کډوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په حال کې وو د هغوی له کړنو څخه لیدنه وکړه.
هغه، د کارکوونکو سره یوځای، د روغتیا کلینیک په ګډون د پنډغالي له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د پنډغالي د اغېزمن یادولو ترڅنګ یې وویل چې موږ هڅه کوو ترڅو ستاسو پیغام مسؤلو بنسټونو ته د ماشومانو د لوبو د ځای د جوړولو او د وچو شیدو لپاره د ګرمو اوبو د ګرموونکو وسایلو د چمتو کولو په موخه ورسوو.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .