د ۱۱۴ کورنیو لپاره چې کورونه یې ویجاړ شوې و په بدخشان ولایت کې دایمي سرپناوې جوړې شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۳:۴۸
news image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ودان موسسې سره په همکاري، په یمګان او راغستان ولسوالیو کې ۱۱۴ راستانه شویو کډوالو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته بیاځل د ۲ سوه ۱۲ زره ډالرو په ارزښت په مقاومه توګه دایمي هستوګنځي جوړ کړل. 
د یادونې وړ ده چې ۶۲ هستوګنځي د فیض آباد ښار په راغستان ښارګوټي او ۵۲ هستوګنځي د فیض آباد ښار د ارخي او قریه میان دشت په شپږمه ناحیه کې جوړ شوي، چې کِلیانې یې زیانمنو او راستانه شویو کډوالو ته وسپارل شوې. 
د یاد ونې ده چې زیانمنو او کډوالو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ودان موسسې څخه قدرداني او مننه وکړه. 

نېټه: ۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۷:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس په افغانستان کې د چین هېواد له شارژدافیر سره وکتل

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس، محترم الحاج مولوي صاحب محمد علم عالمیار د افغانستان لپاره د چین هېواد له شارژدافیر ښاغلي باؤ شوهوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۴
Background image

ورستیو زلزله ځپلو ته د  کومک رسېدنې په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه

نن سهار د دوشنبې ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په مشرۍ د هېواد په کچه د ملی او نړیوالو مرستندویه سازمانونه او مؤسسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې زلزلې ځپلي ودېرو کلي ته ورسېد

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو تخنیکي او مجهز پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته له رسېدو وروسته د زیانمنو د وضعیت د څېړنې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .