له پیښو سره دمبارزې د امادګۍ ملي ادارې کار کونکو ته ورکشاپ ورکړل سو 

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۱۹
news image

نن ورځ پنج شنبه دIOM او UNHCR لخوا له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې اداري کارکونکو ته دکلسټر په اړه ورکشاپ(پریزنټیشن) دمحمدهاشم نیازي او محمد باقر حیدري لخوا ورکول سو.
د IOM دکلستر معاون محمد هاشمم نیازي وویل چي کلستر دبشردوستانه ارګانو ګروپونه دي چي دنړۍ په سطه ۱۱ کلسټرونه شتون چي دصحت کلسټر؛لوجیستیک کلسټر؛ واش کلستر؛ تعلیم کلسټر او په بیلابیلو برخو کي خدمات کوي او په افغانستان کي په ۲۰۰۸ کال کي دکلستر سیستم فعاله شو او ۷ کلسترونه شتون لري چي دبیړنۍ سرپنا او غیرغذایی توکو کلستر؛ دخوړو دخوندیتوب کلستر؛ دصحت کلستر؛ دتغذیی کلستر؛ دساتني کلستر؛ داوبو او حفظ الصحي کستر؛او دښووني او روزني کلستر او په یادوو شو برخو کي افغانانو ته مرستي رسوي.
همدارنګه نیازي دبیړنۍ سرپنا او غیر غذایی توکو دکلستر  کلیدي دندي وویلي چي خدماتو وړاندي کولو او یاهم دمرستو رسولو په وخت کي دهمکارو موسیساتو ملاتړ کول او ستراتیژیکو تصمیم نیولو په اړه بشردوستانه همغږي کوونکی او دهیواد په کچه بشردوستانه ټیم ته خبر ورکول او اضطراري پلان جوړونه یا چمتوالی او زیانمنو خلګ ته حساب ورکول. 
دUNHCR دکلستر معاون محمد باقر حیدري وویل چي دکلستر مرستي دغیر غذایی موادو برابرول دبیړنۍ سرپنا او دسرپناه دترمیم اسباب ارزول او برابرول ژمنۍ مرستي دکور دکرایې لپاره نغدي مرسته چي د خلګو سره په یادو برخو کي همکاري  کوي.
همدرانګه حیدري زیاته کړل چي ددنړیوالو موسیساتو سربیره ددولتي ارګانو سره په همغږۍ کار کوي چي پکښي د ګډوالو او راستیندونکو چارو وزارت؛دکلیو پراختیا او بیا رغوني وزارت؛ دطبیعي پیښو پر وړاندي دمبارزي وزارت؛ دښار او کور جوړوني وزارت؛ راسره همکاره دي.
۱۴۴۶/۳/۹ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې د امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کوهستان، ګرزیوان، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .