له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو ټولنیزې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۶:۲۶
news image

نن د یکشنبې په سهار، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د بشري مرستو ټولنیزې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب یاده موسسه وهڅوله چې دغه پروژه په چټکۍ سره د پلي کولو په برخه کې هڅې وکړي ځکه چې د ژمي موسم په جریان کې دی او ژمنۍ مرستې باید په خپل وخت مستحقو کسانو ته ورسول شي.
همدارنګه، د یادې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري، د خپلې موسسې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې موږ په بشري چارو، د اوبو په برخه کې او د پرورش ځایونو په برخه کې کار کوو او له دې ادارې سره په بشري چارو کې د همکارۍ لیوالتیا لرو.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده موسسه به د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ژمي له سړې هوا سره مخ ۵۳ زیانمنو کورنیو ته د ۵۳۰۰  ډالرو په مجموعي ارزښت مرستې ووېشي، چې هرې کورنۍ ته به د ۵۷ ډالرو په ارزښت دوه کمپلې یو کسیزه، یوه بخارۍ د ټولو اړینو وسایلو سره او ۳۰ کیلوګرامه د ډبرې سکاره ورکړی  کېږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۲
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OAWCK  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د افغان سرې میاشتې ټولنې او UNICEF دفتر په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او عنابه، دره، رخه آبشار، حصه اول او شتل ولسوالیو کې د طبیعي پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .