له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان‌اېډ موسسې ترمنځ د ۶۸۵,۲۳۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۲۳:۳۵
تصویر خبر

نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغان‌اېډ موسسې د پروګرامونو له رئیس، محترم عبدالرحمن طارق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دې موسسې د اوسنۍ پروژې په اړه یې خبرې وکړې، نوموړي دا پروژه د غور ولایت د خلکو لپاره یو لوی خدمت وباله. همداراز هغه څرګنده کړه چې موږ پر خپلې ادارې بشپړه واکمني لرو او ټولو موسسو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی د پروژو د پلي کېدو په برخه کې به لازمه همکاري ورسره وشي.
ورته مهال، د افغان‌اېډ موسسې د پروګرامونو رئیس، محترم عبدالرحمن طارق، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو په ترسره کولو کې د چټکتیا له شتون او د بیوروکراسۍ د نشتوالي څخه ستاینه وکړه او له ترابي صاحب څخه یې په دې برخه کې ځانګړې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې یوه تفاهم‌نامه ټولټال د ۶۷۵,۲۳۷ ډالرو په ارزښت د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې، ټاکل شوې ده چې د غور ولایت په فیروزکوه   کې به ۱۵۵ زیانمنو کورنیو ته د کور جوړولو لپاره، هرې کورنۍ ته ۲۰۰۳.۳۴ ډالر او د شخصي خونديتوب یوه بسته د ۸.۵۰ ډالرو په ارزښت، ۱۸۷  زیانمنو کورنیو ته د کور اساسي ترمیم لپاره، هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر او ۲۴۱ کورنیو ته د کور جزئي ترمیم لپاره، هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر ووېشل شي. همدارنګه، له دې جملې څخه هغو ۱۷۷ کورنیو ته چې د کورنۍ سرپرست یې معلولین یا ښځې وي، ۶.۵۰ ډالر د هڅونې په ډول ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام د ګټې اخیستونکو لپاره به د کور جوړولو د تخنیکي لارښوونو اړوند روزنیز پروګرامونه هم ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .