له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۲۳:۴
news image

نن سهار (دوشنبه)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه درېیمه تخنیکي غونډه، د پلان او پالیسۍ د رئیس، ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو ریاست سرپرست، برهان‌الدین خان، د مقام دفتر د انسجام او همغږۍ آمر، عبدالرب مبارک، د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر، محمد یوسف حماد، د پروګرام مسؤله، عادله خالد، د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسؤل، اون شیورت، د بیړنیو چارو مسؤل، منصف‌الله انوري، د GIS برخې مسؤل، موتاز او د دې ادارې د یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د ستراتیژیک پلان، فعالیتونو او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث وکړ او د پروګرامونو ترسره کولو په برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همداراز، د خوړو نړیوال سازمان استازو د یاد سازمان د ژمنې یادونه وکړه، چې د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو د چټکتیا او د ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ کار ته ژمن دي. هغوی ژمنه وکړه چې د تجهیزاتو برابرولو او د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو لپاره به له نورو موسسو او تمویلونکو سره خبرې وکړي.

د غونډې په دوام کې، موتاز، د خوړو نړیوال پروګرام د GIS برخې مسؤل، د یاد سازمان د نویو مرستو د پروګرام په اړه پرزنتیشن وړاندې کړ.
په پای کې، دواړو خواوو د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا، د فعالیتونو په ترسره کولو کې د همغږۍ زیاتوالي او د طبیعي پېښو او د کاري سیمو په اړه د معلوماتو د تبادلې پر اړتیا ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .