له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د ۷۰۰٫۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۶:۲۸
news image

نن ورځ، یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د DRC مؤسسې د پروګرامونو مسوولې هنا روز هالوي او د هغې مل پلاوې سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته ټینګار وکړ چې د ژمني مرستو پروژې پر خپل وخت پلي کړي او زیاته یې کړه چې د ژمي د موسم له پیل سره اړینه ده چې دا مرستې خلکو ته ورسېږي ترڅو له سړې هوا څخه خوندي پاتې شي او له دغو مرستو څخه زیاته ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې، هنا روز هالوي د DRC موسسې د پروګرامونو مسوولې د دې ادارې له سرپرست څخه د مرستندویه مؤسسو د فعالیتونو لپاره د ښه زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او د خپلې مؤسسې د پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم نامې له مخې به، ۱۱۹۸ کورنیو ته د سون توکو، د ژمي ګرمې جامې او ۵ کمپلو برابرولو لپاره، هرې کورنۍ ته د ۳۳۱ ډالر مرسته ورکول کېږي. او د دې پروګرام له لارې به ۶۶۱ کورنیو ته په نورستان ولایت کې، ۳۴۱ کورنیو ته په کونړ ولایت کې او ۱۹۶ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې مرستې ووېشل شي.
همدارنګه، په ننګرهار ولایت کې به هغو ۱۱۲ کورنیو ته چې د پېښو له امله یې کورونه زیانمن شوي دي، ۵۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي، هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر ورکول کېږي او هغو ۵۶ کورنیو ته چې کورونه یې په نسبي ډول زیانمن شوي هرې کورنۍ ته د ترمیم لپاره ۳۳۰ ډالر ورکول کېږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .