له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۵
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ورکشاپ د پای په مراسمو کې ګډون وکړ او د دغه ورکشاپ پر اهمیت یې خبرې وکړې او ویې وېل چې په هېواد کې د طبیعي پېښو پر مهال د بېړني حالت د مدیریت لپاره دا ډول روزنیز ورکشاپونه د کارکوونکو د وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لوبوي، نوموړي زیاته کړه چې، د دغه ورکشاپ لپاره زموږ ادارې ۳۰ تنه تخنیکي کارکوونکي ټاکل شوي وو، چې د دریو ورځو په موده کې یې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال زیانمنو ته د رسېدنې لپاره مهم موضوعات په عملي بڼه زده کړل، چې په راتلونکې کې به د بېړنیو حالاتو د مدیریت لپاره د همدې تخنیکي ټیم له مهارتونو څخه ګټه اخیستل کېږي. 
محترم ترابي صاحب زیاته کړه، چې کومو کارکوونکو چې په دې ورکشاپ کې برخه اخیستې ده د هغوی لپاره به د نورو روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړو، هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د افغانستان د ولس لپاره خپل کارونه په اخلاص او ژمنتیا سره ترسره کړي. همدارنګه هغه د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې له همکاریو څخه هم د دې ورکشاپ د ترسره کولو په برخه کې له همکاریو څخه مننه وکړه او په نورو مهمو برخو کې یې هم د ادارې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
همدا راز، د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې رئیس، محترم راحت الله بیک، په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان د سیمې په کچه د طبیعي پېښو له امله زیانمن هېواد دی، چې هر کال په افغانستان کې د طبیعي پېښې زیات ځاني او مالي زیانونه اړوي، هغه وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې جوړښت ته په کتو د طبیعي پېښو پر وړاندې ستاسې رول ډېر مهم دی او ستاسو کارونه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خلکو پر ژوند اغېز لري.
محترم راحت الله بیک وویل، چې د تېرو دریو ورځو ورکشاپ د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې لخوا هڅه وه چې خپلې تجربې او معلومات له تاسو سره شریک کړو او د دې ورکشاپ موخه دا وه چې د دواړو ادارو کارکوونکي یو له بل څخه زدکړه وکړي او له نړیوالو پرمختللي روزونکي له تجربو او معلوماتو څخه برخمن شي. 
هغه له محترم ترابي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه چې زموږ له ادارې سره یې تل په هره برخه کې همکاري او ملاتړ کړی دی او هغه نه یوازې یو ستر دیني عالم بلکه یو ښه رهبر هم دی. 
د غونډې په پای کې کارکوونکو ته تصدیق نامې ووېشل شوې او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .