له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د جرمني د اسلپ خیریه بنسټ له رضاکارانو سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۴۶
تصویر خبر

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د جرمني د اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو، سرکان ایزه او مایکل سونر او د یاد بنسټ همغږي کوونکي نجیب الله سلیمان خیل سره د دې ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس الحاج مولوي حافظ عبدالرحمن رحماني په حضور کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، الحاج ملا نورالدین ترابي د اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په کندهار، بلخ او لوګر ولایتونو کې د بې وزلو خلکو لپاره د یاد بنسټ له مرستو مننه وکړه. هغه وویل چې موږ هغو خلکو ته چې ریښتیني مستحقین او زیات اړمن دي، د خیریه بنسټونو او موسسو په همکارۍ مرستې رسوو.
نوموړي د سروې او مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې موږ خیریه موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابروو، ترڅو هغوی په ښه او چټک ډول اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
ورپسې د جرمني اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د مرستو وېشلو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرولو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې موږ ډاډه یو چې مرستې په شفافه پروسه کې ریښتیني مستحقینو ته رسېږي، او له همدې امله موږ د خپلو مرستو په دوام او زیاتوالي کې لیواله یو.
په پای کې دواړو خواوو اړمنو او له خطر سره مخ خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې یې د دغو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب له امله ۲۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره مبارزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۴۸
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۷۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۳۹
Background image

خبرداری!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم ۵ څخه تر ۶ پورې (دو شنبه - سه شنبه) 
د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو معتبرو سازمانونو د وړاندوینو له مخې، په پنجشیر, سرپل, بدخشان, لغمان,. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .