له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د OAWCK موسسې د پروګرامونو له مسوول سره د ۲۶۰۴۰۵ امریکایی ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۶:۶
news  image

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د OAWCK موسسې د پروګرامونو له مسوول محترم عبدالوارث کریمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ مسؤلیت لرو چې موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او ټولو ولایتي رئیسانو ته مو لارښوونه کړې چې له موسسو سره لازمه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ موخه د هېواد په کچه زیانمنو او بې‌وزلو خلکو ته رسېدنه او هغوی ته د مرستو رسول دی.
ترابي صاحب وویل چې د افغانستان خلک د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او مرستو ته اړتیا لري، نو له موسسو یې وغوښتل چې خپلې مرستې د ژمي له موسم څخه مخکې ووېشي.
وروسته، د OAWCK موسسې د پروګرامونو مسوول عبدالوارث کریمي، د ادارې له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل: یاده مؤسسه له ۲۰۱۰ کال راهیسې د پوهنې، د اوبو رسولو شبکو، روغتیا او کرنې په برخو کې فعالیت کوي او خلکو ته یې ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده موسسه به د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي ملاتړ، په سمنګان ولایت کې د روی دوآب او خرم سارباغ ولسوالیو ۶۰۰ زیانمنو، بې‌وزلو او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشي.
د دې تفاهم‌نامې له مخې به د ۲۶۰۴۰۵   ډالرو په ارزښت نغدي مرستې د سمنګان ولایت د روی دوآب او خرم سارباغ ولسوالیو ۶۰۰ کورنیو ته ووېشل شي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ ډالره  یا دهغو معادل افغان د سون توکو او د ژمي جامو د پېرلو لپاره ورکول کېږي، او همداراز، به د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ کمپلې (۴ یو نفره او ۱ دوه نفری وېشل سی.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۵۵
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٦٠٥ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ  ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي د وچکالۍ له امله ٣٠٠ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
پ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .