له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کي د قزاقستان د سفیر سره وکتل

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۶:۵۸
news image

نن شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانور الدین ترابي د قزاقستان د سفیر ګازیز اکباسوف او ورسره راغلي پلاوي   سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پر لاسته راوړانو او مشکلاتو یی ګډ بحث وکړ او یادونه یی وکړه چي په افغانستان کي زیات شمیر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري.
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړه چي قزاقستان هیواد تل زموږ سره د مرستو په برخه کي زیاته همکاري کړي ده او موږ ورڅخه منندوی یو او په راتلونکي کي  یې د لازیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.
د قزاقستان سفیر ښاغلي  ګازیز اکبا سوف د یادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه او افغانستان یې د قزاقستان هیواد یو ښه دوست هیواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو یادونه یې وکړه او وویل چي لابه هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو ترڅو لا هم د دغه دوو هیوادونو اړیکي سره پیاوړي سي.
ښاغلي اکبا سوف زیاته کړه، هغه مرستي چي مونږ یې د افغانستان هیواد سره کوو د خپلو تولیداتو څخه دي او بعضي اجناس او توکي د نورو هیوادو څخه خریداري کوو او ستاسو سره یې د مرستي په شکل شریکوو.
دغونډي په ورستیو کي د قزاقستان سفیر د ترابي صاحب څخه غوښتنه وکړه چي تاسو د هغو خوراکي او غیر خوراکي اجناسو لیست چی تاسو ضرورت ورته لرۍ، مونږ ته یې راکړئ مونږ به انشاالله ستاسو سره په لنډ وخت کي مرسته وکړو او ترابی صاحب ورته ډاډ ورکړ چی په دوو ورځو کی به لیستونه تاسو ته رسماً وسپارو.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها مؤسسې په کوربه توب د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Serve Afghanistan موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده‌کوونکو ته نغدي مرستې وېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .