له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې معیاري  ځانګړې کمپ (پنډغالې) رسماً افتتاح کړ    

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۲۱:۲۱
news image

نن د سه شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د تورخم په سیمه کې د دې ادارې معیاري پنډغالې په تورخم کې د عمري کمپ مسؤول, محمد هاشم میوندوال، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل، د تدارکاتو آمر مولوي احمدشاه ذهین، د عمري کمپ د نشراتو او عامه پوهاوي د کمېټې مسؤل, مولوي صدیق الله قریشي او یو شمېر نورو مسؤولینو په شتون کې رسماً پرانستل شو.
د دې پنډغالي د پرانستې په مراسمو کې، الحاج ملا نورالدین ترابي وویل, چې د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ټولو آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې په دې پنډغالي کې د هغو هېوادوالو لپاره چې په اجباري توګه اېستل شوي، ټول لومړني امکانات په معیاري ډول برابر شوي دي.
ورپسې، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل څرګنده کړه, چی ننۍ غونډه په دې باره کی ده چي د عالیقدر امیر المؤنین حفظه الله لخوا ټولو وزارتونو ته هدایت سوې وو چي ټول وزیران او عمومې رئیسان دې د خپلو امکاناتو سره سم په تورخم او بولدک کی د مهاجرینو ورونو سره هر نوع همکارۍ وکړئ نو د عالیقدر امیر المؤمنین د دې حکم د تعمیل په منظور موږ د کابل څخه دخپلی اداری ۸۰ نفره کار مندان سره د ۴۰۰ خیمو او نورو اړینو امکاناتو عمری کیمپ ته راغلو او دلته په عمري کیمپ کی د ننګرهار والي صاحب موږ ته د کیمپ لپاره ځانګړې سیمه را معلومه کړل او موږ په معیاري او سټنډرډ ډول د یوه کیمپ د جوړیدو افتتاح وکړل چي دا دې د یوې اونۍ په اوږدو کې ۸۰ کسه کارمندانو او تقریبا ۳۰۰ مزدورانو شپه او ورځ خدمات ترسره کړه چي نن  یوه اونۍ وروسته زموږ دکیمپ ټول کار سرته ورسیدې او نن یې موږ افتتاح کوو. په دې کیمپ کې موږ لاندې عمده کارونه تر سره کړل: 

۱: د مسلکی ماهرینو په ذریعه شاوخوا ۴۰۰ خیمې په معیاري او سټنډرډ ډول لګول.
۲: د ګدام لپاره یوه غټه خیمه (ربحال) لګول.
۳: پر شپږو فرعې سړکونو باندې کرش اچول چي ټوله سړکونه ۱۳۲۰۰ متره مربع ته رسیږې. 
۴: دهر سړک پر دواړو طرفونو باندې لښتی کښل  او په قطري سسټم ۳۰۰ نهالان پکښی ایښول. 
۵: دهرو لسو خیمو لپاره یوه پایه داوبو ټانکې نصبول
۶: دهرو لسو خیمو لپاره یو معیاري کچره دان نصبول.
۷: د ټول کیمپ لپاره یو معیاري کلینیک جوړل.
۸: د ټول کیمپ څخه اضافه خاورې، ډبرې او نور فالتو مواد د موټرانو په ذریعه انتقالول.   
۹: هرې خیمې ته برق وروستل او ګروپ پکښې لګول.
۱۰: شاوخوا پر ټول کیمپ باندې جال نصبول او زرغونه پرده باندې راګرځول.
۱۱: د مهاجرینو درهنمایې لپاره ځای پر ځای لوحې او بنرونه نصبول.
۱۲: مردانه او زنانه سیار تشنابونه په معیارۍ ډول نصبول او پر زنانه تشنابو باندې زرغونه پرده راګرځول.

همداراز، د عمري کمپ مسؤول محمد هاشم میوندوال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د ژوند په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. هغه زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري جوړ شوی پنډغالی ډېر معیاري دی او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې موجودې دي.
د مراسمو په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ټولو هغو کارکوونکو څخه قدرداني وشوه چې په دې کمپ کې یې د خدمت چاري سرته رسولې دي
غوڼده کارکونکو ته په نغدی تحفو ورکولو او دعا سره پای ته ورسیدل.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۲
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OAWCK  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د افغان سرې میاشتې ټولنې او UNICEF دفتر په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او عنابه، دره، رخه آبشار، حصه اول او شتل ولسوالیو کې د طبیعي پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .