له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په نیمروز ولایت کې د میلک پولې او د کډوالو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۰:۴۰
news image

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په دوام کې، په میلک پوله کې د کډوالو پنډغالي او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، ترابي صاحب په یادو پنډغالو کې د کډوالو عمومي وضعیت، موجودو ننګونو او د وړاندې شویو خدماتو په اړه معلومات ترلاسه کړل، د پنډغالو مسئولینو د ترابي صاحب د لیدنې څخه هرکلی وکړ او د کډوالو بېړنۍ اړتیاوې او ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره به هڅې دوام ومومي، او دا اداره به د داخلي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ، اړمنو کورنیو ته لا ډېر خدمتونه وړاندې کړي.
د دې لیدنې موخه د کډوالو د وضعیت ارزونه او د بېړنیو او دوامداره مرستو د چمتو کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول وو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .