له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ په ځانګړو مراسمو کې پرانیسته

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۳۳
123

نن ورځ د دوشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، خوست ولایت ته سفر وکړ او په ځانګړو مراسمو کې او د خوست والي، محترم الحاج مولوي عبدالله مختار، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد، د خوست ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، قاري محمد عالم خبیب، د داخلي پلټنې آمر، قاري محمد یاسین شاعر، د ولایت مشرانو او خبریالانو په شتون کې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره تازه جوړه شوې نوې اداري ودانۍ پرانیسته او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په نننۍ غونډه کې، محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د مناسب کاري چاپېریال درلودل کولای شي پر کیفیت او چټکو خدمتونو وړاندې کولو مستقیم او څرګند اغېز ولري. د همدې لپاره، موږ هڅه وکړه چې بودجه، چې په تېرو حکومتونو کې یوازې د یو ګدام د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه، تعدیل کړو او درې‌پوړیزه ودانۍ جوړه کړو، چې ترځمکې لاندې یو پوړ یې د معیاري ګدام لپاره دی او دوه پوړونه یې د اداري ودانۍ لپاره دي. دا پروژه ټولټال د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې او په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، کاپیسا او میدان وردګ کې هم په ورته ډیزاین ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د خوست خلکو ته یې د دې ودانۍ مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خلکو د خدمت او د مرستو د همغږۍ په موخه تاسیس شوې ده، او دا ودانۍ کولای شي د خدمتونو وړاندې کولو زمینه نوره هم اسانه کړي، د څانګو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د ورځنیو اداري فعالیتونو د ترسره کولو امکانات پراخ کړي.

ورته مهال، د خوست والي، محترم الحاج مولوي عبدالله مختار د ودانۍ د جوړېدو په اړه خوښي وښوده او د ترابي صاحب د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ یې وویل چې اسلامي امارت د داخلي عوایدو په کارولو او په قوي ارادې سره د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په لټه کې دی.

همدا راز، د خوست ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، قاري محمد عالم خبیب، د ودانۍ د جوړولو د هڅو لپاره د ادارې له لوی رئیس څخه ځانګړې مننه وکړه، پروژه یې تشریح کړه او ویې ویل چې وړاندې موږ له ستونزو سره مخ وو او په کرایي ودانیو کې مو کار کاوه، خو اوس د دې ودانۍ د جوړېدو له امله د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

همدرنګه، د خوست محترم والي، د ترابي صاحب پر سر د خدمتونو د قدردانۍ په پار، د درناوي لنګۍ ور کېښوده.

په پای کې، د ادارې لوی رئیس، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو کارکوونکو سره جلا جلا وکتل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې د چارو د ښه والي په موخه واورېدل. او نغدی کومک ورسره وکړی 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د اسلامي رفاه مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سې شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي رفاه مؤسسې له رئیس محترم ذوالقرنین، د پروګرامونو له مسؤل ابراهیم احمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د څلور سوه او اووه زره او شپږ سوه او یو ویشت (۴۰۷,۶۲۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د سې شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې د اړیکو او بشري چارو له مسؤل، سید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDREO مؤسسې ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د سې‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د AWDREO مؤسسې له کفیل، ذاکر حسین احمدي سره وکتل او د ګډو همکاریو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .