له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په زوړ کلي کې د زوړ کلي له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته یې نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۶:۱۳
تصویر خبر

نن سهار د یکشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په زوړ کلي کې د زوړ کلي له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپیانو لپاره یې د دعا کولو ترڅنګ د هغوی کورنیو ته نغدې مرستې هم ووېشلې.
محترم ترابي صاحب وویل، چې د پېښې په لومړۍ ورځ موږ له ګڼ شمېر مرکزي کارکوونکو سره زلزله‌ځپلو سیمو ته راغلي وو او له ویجاړیو څخه د شهیدانو د ایستلو، چورلکو ته د ټپیانو د انتقال او وروسته بیا روغتونونو ته د رسولو په بهیر کې مو مرسته کړې وه، او اوس مهال، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، زیانمنو کورنیو ته د مرستو د وېش او رسېدنې د بهیر د څرنګوالي د څارنې په موخه دې ولایت ته راغلي یو، څو وګورو چې مرستې تر کومه اندازه مستحقو کسانو ته رسېدلې دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي وکړه او ویې ویل، چې دا نغدې مرستې یوازې د تسلیت او یادونې په موخه دي. نوموړي د هر شهید کورنۍ ته شل زره (۲۰,۰۰۰) افغانۍ او هر ټپي ته لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ ووېشلې.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ هـ ق
د پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .