په ارزګان ولایت کې ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

ارزګان- د غبرګولي ۱۵مه-۱۴۰۳
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د HEWAD, KRO او IOM موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دی مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴ بورۍ اوړه، ۲۰ کیلو غوړي، دالنخود، ۱ باب خیمه، ۱ تخته ترپال، ۱ روغتیایي کېټ او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.