په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱,۴۰۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې 

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۲۲
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WHH، UNICEF، WFP، IOM او د ASIO سازمانونو ملاتړ، د یاد ولایت په حضرت سلطان، خُلم، فیروز نخچیر ولسوالیو او په مرکز کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱,۴۰۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې دASIO  موسسې ۲۰۷ کورنیو هرې یوې ته، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل او د UNICEF سازمان له لوري همدغو ۲۰۷ کورنیو هرې یوې ته یو عدد د حمام کېټ او د ژمنۍ البسې ۱ کارټن، همدارنګه، ۱۸۹ نورو کورنیو هرې یوې د یاد سازمان له لوري  د ژمنۍ البسې ۱ کېټ او ۱ روغتیایي کېټ ترلاسه کړل.
د WHH موسسې له ۲۴۱ کورنیو څخه ۹ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۴۱۵ افغانۍ او ۲۳۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې، ورته مهال یادې موسسې له ۳۰۵ کورنیو څخه ۲۵۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ او ۵۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۴۵۰ افغانۍ نغدې پیسې هم ووېشلې.
همدا راز، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ۴۶۰ کورنیو هرې یوې ته ۸,۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۳۷ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه. 

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .