په فراه ولایت کې ناچاوده لاسي بمب کشف او خنثی کړل شو

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۱۸
news image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د DRC موسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم د یاد ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې د ماین د عملیاتو په ترڅ یو ۴۰ میلي متري لاسي بمب کشف او خنثی کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړین ګامونه واخیستل شي. نوموړي دا هڅې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب او د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره مهم ګام وباله. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت په جاني‌خېل ولسوالۍ کې پراختیایي پروژې پرانیستل شوې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د یاد ولایت د جاني‌خېل ولسوالۍ د شنه‌ځای په سیمه کې د دوه کیلومتره کاریز پاکولو، د یو پلچک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١٥ زیانمنو کورنیو ته غير خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بېړنۍ غونډې د پرېکړې پر بنسټ د IMC موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت د مرکز او سروبي، ارګون، نکه، زیړوک او ډیله ولسوالیو ۱۱۵ کورنیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نو آنلوس نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د اته پنځوس زره او څلور سوه او اته ویشت (۵۸,۴۲۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د نو آنلوس مؤسسې له مرستیال فیضان احمد کاکړ سره وکتل او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .