په لوګر ولایت کې د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مرکزي پلاوي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې، د رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو ورځنی علمي او تخنیکي سمینار ترسره کړ.
په دغه سمینار کې، چې د ولایت د مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو څخه ۱۸ تنه رضاکارانو ګډون کړی و، د بېړنیو حالاتو پر مهال د چټکې ځواب وینې، همغږۍ، ژغورنې، لومړنیو اقداماتو او د رضاکارانو د مسؤلیتونو اړوند بېلابېل علمي او تخنیکي موضوعات وړاندې شول، څو د هغوی مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي.
دغه سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري نورالله محمود، د سمینار د ارزښت، د رضاکارانو د رول او د قدرتي او غیرقدرتي پېښو پر مهال د چمتووالي د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي رضاکاران د ټولنې مهمه بشري پانګه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د اړتیا پر مهال له اړوندو ادارو سره په بشپړې همغږۍ خپلې بشري دندې ترسره کړي.
وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مرکزي هیئت، د سمینار تخنیکي او علمي برخه وړاندې کړه، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو د مدیریت، د چټکې ځواب وینې د اصولو، د زیانونو د کمولو لارو چارو او د رضاکارۍ د اغېزمنو کړنلارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د روزنیز سمینار اړوند درسي او معلوماتي مواد ووېشل شول، څو له ترلاسه شویو زده کړو څخه په خپلو سیمو کې د عملي فعالیتونو پر مهال ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د دې روزنیز پروګرام له بشپړېدو وروسته به رضاکاران د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېړنیو پېښو پر مهال د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د ژغورنې، عامه پوهاوي او بشري خدمتونو په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي.
