په ننگرهار ولایت کې د طبیعي پیښو له امله ۳۹ زیانمن شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
ننگرهار- د زمري ۳مه-۱۴۰۱
د ننگرهار ولایت پیښو سره مبارزې او چمتووالي ریاست د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM سره په همکارۍ، ۳۹ کورنیو چی د تیرو شدیدو بارانونو او زلزلي له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو او موقتي سرپنا مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې په یادو مرستو کې کمپلې، فامیلی کیټ، د کور جوړونې وسایل، خیمه، فرش، ترپال، ګازډبه، سولر ګروپونه او نور توکي شامل دي.
