په کندهار ولایت کې ۲۳۹ سېلاب ځپلو کورنيو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د وږي ۲۹مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپین بولدک، شاولیکوټ ولسوالیو او مرکز اړوند ۲۳۹ سېبلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وکړې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۴ ډبي غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲۱ دانې بسکېټ، ۲ کیلو مالګه، ۳ کیلو د ماشومانو مواد، ۱۱ قلمه غیرخوراکي توکي او هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
