پکتیا ولایت کې د جګړو او نا امنیو له امله ۱۰۱ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته تر سره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
News

چهار شنبه – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت کډوالو او راستنیدونکو چارو او پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ریاستونو سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي استازولۍ(UNHCR) لخوا د پکتیا ولایت اړوند بېلابیلو ولسوالیو کې د جګړو او نا امنیو له امله د ۱۰۱ زیانمنو داخلي بیځایه شویو کورنیو سره چې مرکز ګردیز اړوند سیمو ته بیځایه شويدي د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
پدې توکو کې هرې کورنۍ ته (کمپلې، پلاستیکي ترپالونه، روغتیايي کڅوړه، مایع ګاز ډابه او نور اړین شیان) ورکړل شول.
د پکتیا ولایت بېړنیو حالاتو کمیسیون دېته ژمن دی چې د ولایت اړوند ټولو داخلي بیځایه شویو ته د لومړنۍ ارزونې او د کورنۍ د تثبیت وروسته په عاجله توګه لاسرسۍ او کومکونه ترسره کړي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۱۲
Background image

د کابل ښار د لسو ښوونځیو د استادانو لپاره د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (شېک‌اوټ) تمرین ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) د شېک اوټ کمپاین (ShakeoOut) تر نامه لاندې د زلزلې له خطرونو څخه د خونديتوب تمرین د کابل ښار د لسو ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د اقلیمي بدلونونو له امله ١٠٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. دا کورنۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

په کندهار ولایت کې د هاوان یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی کړل شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د هلو ټرسټ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټیم HT-QR-09 د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په جيلاور سيمه کې د هاوان  یوه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .