۱۹.۶ میلیونه افغانۍ ۴۶۴ زلزله ځپلو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې
پکتیکا- د غویي ۲۶مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړیوال سازمان د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۴۶۴ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته د کورونو بیارغونې لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دغه لړۍ کې ۱۰۳ کورنیو ته ۶۹۰۰۰ او ۳۶۳ نورو کورنیو ته ۳۴۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
