۱ میلیون ۵۶ زره او ۹۸۸ افغانۍ ۱۰۲ کاریګرو ته د کار په بدل کې په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د تلې ۱۳مه-۱۴۰۲
د ډنمارک د کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۰۲ کاریګرو ته د کار په بدل کې د بېلابېلو کټګوریو په پام کې نیولو سره ۱ میلیون ۵۶ زره او ۹۸۸ افغانۍ یاد شمېر کاریګرو ته ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې دغو کاریګرو د بندونو او کانالونو جوړولو په پروژې کې د ۱۰ نه تر ۲۶ ورځو کار ترسره کړې وو.
