۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او بېوزله کورنیو سره په زابل ولایت کې نغدي او د ژمني توکو مرستې ترسره شوې

زابل- د مرغومي ۱۳مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو، بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او د ژمني توکو مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۳۸۵۰ افغانۍ او ۱۰ قلمه ژمني توکي ووېشل شول.
