۲۰۰ زیانمن شویو کورنیو ته په لوګر ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

لوګر- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د ZFA موسسې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په خوشي ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.
