۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲۰
تصویر خبر

میدان وردګ- د زمري ۱۴مه-۱۴۰۲
د IOM ،WFP ، DRC او UNICEF موسسو د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په جلرېز، نرخ، چک، دایمیرداد، جغتو ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې ۲۱۹ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله په نیمه او بشپړډول زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۱ باب خیمه، ۳ تختې کمپلې، ۲۱ قلمه توکي درلودنکی د پخلنځي ۱ کېټ، ۱۶ قلمه توکي درلودنکی ۱ شلټر کېټ، ۲ سولري څراغونه، ۱ دانه فرش او ۱۴۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .