۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو او د شهیدانو وارثینو ته په پکتیکا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
پکتیکا- د زمري ۱۷مه-۱۴۰۲
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو او د شهیدانو وارثینو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې ۴۵ کورنیو ته ۱ باب خیمه او ۲ بورۍ اوړه، او پاتې نورو کورنیو ته ۱ بورۍ اوړه ووېشل شول.
