۳۶۸ اړمنو او بېوزله کورنیو په پکتیکا ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
پکتیکا- د چنګاښ ۱- ۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په نکه ولسوالۍ کې ۳۶۸ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۲۴۲۰ افغانۍ ووېشل شوې.
