۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۴:۷
تصویر خبر

کابل- د لیندۍ ۲۰مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري مرستو په ترڅ کې، ۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د خوراکي مرستو د وېش په ترڅ کې ووېل: ۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په دې پړاو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم او ۵۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل چې زیانمن شویو او بېوزلو ته رسېدنه یوازې زموږ مسوولیت نه بلکه وجداني دنده مو هم ده، نوموړي مستحقینو ته په عادلانه او شفاف ډول له وېش څخه ډاډ څرګند کړ.
تصویر خبرتصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .