208 اړمنو او بېوزله کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې
پکتیکا- د کب 8مه-1401
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت اړوند 208 اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته 100 کیلو غنم او له یاد شمېر څخه 9 اړمنو کورنیو ته چې کورونه یې سوځېدلي و, 9 باب خیمې هم ووېشل شوې.
