په پکتیا ولایت کې ۲۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستو برخه منې شوې

پکتیا- د غبرګولي ۱۲مه-۱۴۰۳
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP,UNICEF او IOM موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۲۹ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۳۰۰ افغانۍ، ۲۰۰ کیلو اوړه، ۴ قطۍ غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، ۲ کیلو د تقویې بسکېټ او ۱ هایجن کېټ ووېشل شول.