په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د دفتر رییس او په نړۍ کې د ماشومانو د ملاتړ د بشري وضعیت عمومي رییس سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست لیدنه

rahyab
Wed, Dec 08 2021 9:41 PM
News

کابل – 17 قوس 1400 / 3 جمادالاول 1443
ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست ورسته له غرمې له اغلې ګبریلا وایجمن په نړۍ کې د ماشومانو د ملاتړ د بشري وضعیت عمومي رییس او اغلې نورا حسنین په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د دفتر رییس سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د دفتر له فعالیتونو څخه مننه او قدرداني وکړه او د لا زیاتو مرستو هیله یې څرګنده کړه.
ښاغلي ناصري وویل: له یوې خوا ۴۰ کلنې جګړې او ناامنیو او له بلې خوا طبیعي پېښو د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ماشومان زیانمن کړي او د دې مرستو دوام ته اړتیا ده. هغه دغه راز د اړمنو او بې وزلو ماشومانو غږ تر نړیوالو رسولو غوښتونکې شو.
په ورته وخت کې، په نړۍ کې د ماشومانو لپاره د بشري وضعیت عمومي رییس، ګبریلا وایجمن، د 1919 راهیسې د دوی د کار یادونه وکړه او د اړمنو او زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره یې د دې سازمان ژمنتیا اعلان کړه.
وروسته په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د دفتر مشرې اغلې نورا حسنین وویل: "د ماشومانو د ملاتړ دفتر له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، معیشت او د زیانمنونکو ماشومانو د پاملرنې په برخو کې فعال دی."
نوموړي د يادې ادارې د دندو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې اوس زموږ موخه د افغانستان لرې پرتو سيمو ته پاملرنه ده. هغه زیاته کړه، موږ په راتلونکي ژمي کې لس زره زیانمنې شوې کورنۍ نغدي او غیر نغدي مرستې تر پوښښ لاندې راوستې او ژمنه یې وکړه چې مرستو ته به دوام ورکوو.
په پای کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر پر همکارۍ او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ له دوی سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

News


 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .