د افغانستان د سره صلیب د پلاوي رییس سره د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

rahyab
Tue, Feb 01 2022 4:05 PM
News

کابل_12 دلو 1400 
کابل- د سلواغې۱۳مه -۱۴۰۰
ښاغلي ملام محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې له ایلوا فیلیون، د افغانستان د سره صلیب پلاوي رییس سره په بېړنیو حالاتو کې د فعالیتونو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې لومړۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ښه راغلاست او د سره صلیب له فعالیتونو او کړنو څخه د مننې ترڅنګ وویل: زموږ مسوولیت دا دې چې مرستې راجلب کړو او په مساوي ډول یې زیانمن شویو او مستحقینو ته ووېشو.
ښاغلي ملا محمد عباس آخند د دې په څرګندولو سره چې د دغه وزارت فعالیتونه سیاسي نه دي، زموږ موخه د پېښو لکه سیلاب، زلزلې، وچکالۍ او نورو طبعي پېښو له امله زیانمن شویو او د ټولنې د ټولو طبقو ته په رڼه او یو ډول رسېدنه ده.
په دوام کې په افغانستان کې د سره صلیب سازمان رییس د خپلو کړنو او فعالیتونو د بیانولو په ترڅ کې وویل په تېرو ۳۰ کلونو کې سره صلیب په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو ته د رسېدو، په ټول هیواد کې د روغتونونو جوړولو، د څه د پاسه ۱۰۰ زرو ناروغانو درملنې، د هیواد په جنوب کې د خلکو لپاره د اوبو رسولو د سیسټم بیا رغولو او د جګړې، وچکالۍ او بېوزلۍ له امله زیانمن شویو ته د مرستو د وېش په برخه کې کار کړۍ او د دغو فعالیتونو دوامداره ساتلو ته ژمن دی.
ښاغلي فیلیون د تخنیک، د ظرفیت لوړلو او په افغانستان کې زیانمن شویو ته د رسېدنې په پار د بشري مرستو د برابرولو لپاره د مرسته کونکو هیوادونو د سره صلیب سازمانونو لخوا د همکاري ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې او د بېړنیو حالاتو فعالیتونو پر همغږۍ او همکاري ټینګار وکړ.

Meeting

Latest news

Mon, Oct 27 2025 7:09 PM
Background image

The General Director of  ANDMA Met with the Head of UNDP in Afghanistan

Today On Monday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mulla Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Stephen Rodrigues, the head of the. . .

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .