په وروستیو شپږ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله نېږدې ۸۰ زره زیانمنو کورنیو سره، مرسته شوې ده

rahyab
Tue, Mar 08 2022 2:50 PM
News

سه شنبه، ۱۷ کب ۱۴۰۰- ۵ شعبان المعظم ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وایي، دغه وزارت په تېرو شپږ میاشتو کې له مرسته کوونکو هېوادونو څخه سلګونه ټنه بشردوستانه مرستې، چې البسه، خوراکي، روغتیایي او نفتي توکي پکې شامل دي، ترلاسه کړي دي.
مولوي شرف الدین مسلم، چې د سه شنبې په ورځ یې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې وویل، په ۶۳ واګونونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې له ازبکستان هېواد څخه؛ دغه راز د پام وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې له روسیې څخه؛ د څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره کیلوګرامه ډیزلو او اوبلن ګاز، تودو لباسونو او سبزیجاتو مرستې له ترکمنستان څخه؛ د ۷۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې د چین له ولسي جمهوریت څخه؛ د لسګونه ټنه خوراکي توکو او غنمو مرستې د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه او د ۲۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې د قزاقستان له جمهوریت څخه ترلاسه شوي دي.  
ښاغلي مسلم څرګنده کړه، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په انفرادي ډول او د ملګرو ملتونو سازمان دفترونو سره په همغږۍ هڅه کړې، چې یادې مرستې په شفاف او عادلانه ډول په مرکز او ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي. 
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال زیاته کړه، چې له طبیعي پېښو زیانمنو ۷۹۶۷۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو وېش؛ د طبیعي پېښو له امله د څه باندې ۵۰ شهیدانو وارثانو سره نغدي مرستې؛ د والیانو په واسطه په ولایتونو کې له موجودو اضطراري زېرمو څخه له ۵۷ زره کورنیو سره مرستې؛ پر ۱۴۲۸۵۷ کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي بشردوستانه مرستو د وېش په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان له دفترونو سره همغږي او په ښارونو کې د ۷۴ زره بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې او هغوی ته د سرپنا جوړول، د یادو کمکونو عمده موارد جوړوي.
نوموړي، د ژمي په موسم کې د اورښتونو پر مهال د لومړۍ، دویمې او درېیمې درجې مواصلاتي لارو خلاص ساتل؛ د سالنګ له تونل او ۲۹۸ صعب العبوره ځایونو څخه د ساتنې په موخه احتیاطي تدبیرونه؛ د طبیعي پېښو زیانمنو ته د بستر او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د وزارت د نورو فعالیتونو په توګه یاد کړل. 
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال، په تحکیماتي، محافظتي او پاکونې برخه کې د ۴۸ نویو او انتقالي پروژو پلانول، له سکتوري ادارو سره په همغږۍ له موسمي سېلابونو څخه د زیانمنونکو ستراتېژیکو سیمو د ۱۵۰ زره کورنیو لپاره د بشري مرستو لېږد او له احتمالي پېښو څخه د زیانمنونکو کورنیو، ټپیانو او شهیدانو وارثانو سره د نغدي مرستو په پام کې نیول، د دغه وزارت د راتلونکي کال د برنامو په توګه یادل کړل.
دغه زار ښاغلي مسلم وویل، چې د طبیعي پېښو ۱۸۷ زره زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په ۳۴ ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو د ولایتي کمېټو لپاره د مستوفیتونو له لارې له اضطراري کوډ څخه د دوه سوه میلیونه افغانیو اجرا او لېږد هم د دغه وزارت د راتلونکی کال په پلان کې شامل دي.

Press Relase

Press Relase Photo

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .