د کډوالۍ نړیوال سازمان؛ نږدې ۱۰ زره زلزلې ځپلو کورنیو په پکتیکا او خوست کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
Thu, Jul 21 2022 2:10 PM
News

کابل- د چنګاښ ۳۰مه-۱۴۰۱
الحاج مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، له ډاکټر خالد سلیم د کډوالۍ نړیوال سازمان د اړیکو مسوول سره په غونډه کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د فعالیتونو، کړنو او د پکتیکا او خوست زلزلې ځپلو لپاره د راتلونکو پروګرامونو په اړه راپور واورید.
په دې غونډه کې لومړۍ خالد سلیم د کډوالۍ نړیوال سازمان د اړیکو مسوول په یادو فعالیتونو باندې په خبرو سره وویل: د IOM دفتر په ګیان ولسوالۍ کې ۴۶۰۰ زلزلې ځپلو کورنیو، په برمل ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ زلزلې ځپلو کورنیو ته او په سپېرې ولسوالۍ کې ۲۵۵۰ زلزلې ځپلو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. نوموړي ژمنه وکړه چې دغه زلزله ځپلي به د ژمي په مرستو کې چې نغدي او غیرنغدي مرستې به په کې موجودي وي، شاملې کړي.
ښاغلي سلیم زیاته کړه چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په غزني، پکتیا، پکتیکا او نورو ولایاتو کې د رووستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ۲۰۰۰ کورنیو ته بشري مرستې وېشلي دي او د وېش لړۍ روانه ده.
خالد سلیم وویل چې د IOM دفتر په پام کې لري ترڅو په خوست او پکتیکا کې زلزلې ځپلو ته دایمي هستوګن ځایونه جوړ کړي.
وروسته الحاج مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د کډوالۍ نړیوال سازمان له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ: د ا.ا.ا په لومړي ګام کې بېړنۍ او روغتیایي مرستې زلزلې ځپلو سیمو ته ولېږلې او د بشري مرستو د وېش او سروې پروسه په شفافه او عادلانه توګه ووېشلې.
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې د ا.ا.ا مشرتابه په ځانګړي توګه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په کابینه کې د دایمي هستوګن ځایونو پروسه په ډاګه کړې چې د تایید وړ ګرځېدلي او دغه وزارت ته لارښوونه شوې ترڅو د دایمي کورونو جوړولو په پار دقیق راپور جوړ او کابینې ته یې وړاندې کړی.
پېښو ته د رسېدو وزارت مرستیال وویل: ټولي موسسې مکلفي دي ترڅو خپل ټول فعالیتونه د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د مدیریت او دایمي کورونو جوړولو لپاره جوړ شوي کمېسیون سره شریک کړي او د دغه کمېسیون سره په همغږي خپل فعالیتونه ترسره کړي.

news pic

news pic

 

 

 

 

news pic

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .