پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د ریاست الوزرا لخوا وستایله شوه

کابل- د تلې ۲مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه، رییسان او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د رسنیو دفتر د افغانستان اسلامي امارت د ادارو لخوا ملت ته د حساب ورکړې په پروګرام کي د فعالې ونډې په درلودو سره د ریاست الوزرا د مشرتابه مقام لخوا وستایل شول.
دغه ستاینلیک چې جلالتمآب ملا عبدالغني برادر د کابینې د غړو په شتون کې محترم مولوي شرف الدین مسلم، د دې وزارت مرستیال ته په ورکولو سره ووېل چې د دغه وزارت لخوا وړاندې شوي معلومات د قناعت وړ و، او دغه لړۍ د بیان د آزادۍ، روڼتیا او ملت ته د حساب د ورکړې ښکارندوۍ دې.
