ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست چتر لاندي ۱۹۹ فامیلونو سره ۳ میلونه، ۱۶۴ زره  او ۱۰۰ افغانیو نغدي کمک ترسره شو.

tamim_azimi
Wed, Nov 09 2022 11:13 AM
news

ننګرهارــــ۱۴ربیع الثاني۱۴۴۴
د ژغورني نړیوالي اداري (IRC) په مالي مرسته او پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست په همکاري ۱۹۹ فامیلونو سره د سرپنا ترمیمولو لپاره مرسته ترسره شوه چي ددي ریاست د چتر لاندي يی مخکي د خوګیاڼو ولسوالي چمتلي ښارګوټي، بربیار، کوز بیار، لوخۍ، وزیر او حکیم اباد کلیو کي  سروي ترسره شوي .
ذکر شوي هر فامیل ته ۱۵۹۰۰ افغانۍ وویشل شوي  دا يي دوهم قسط مرسته وه چي لومړي قسط يي مخکي ترلاسه کړي.
د ژغورني نړیوالي اداري  (IRC   )استازي مکرم فاروقي په وینا ددي مرستي په مصرفولو سره به د نوموړو فامیلونو د اوسیدو کورونو ترمیم چاري بشپړي شي او هستونګنځایونو دروازي، اشداري او نور مواد پوره شي.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست  څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي ددوي د سرپنا جوړولو لپاره يي ذکر شوي مرستي لپاره زمینه مساعده کړه او ډاډ يي وښود چي یاده مرسته به د سرپنا جوړولو او ترمیم په موخه مصرفوي.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست استازي  د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه او زیاته يی کړه چي ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست ټول کارمندان د مؤسسو سره همکار دي ترڅو بي وزله او زیانمن شوي فامیلونه ته پر خپل وخت مرسته او کمک ورسیږي او مؤسسي استازو ته يي لارښونه وکړه چي خپل کارونه شفاف، دقیق او پرخپل وخت ترسره کړي تر څو ذکر شوي مرستي په خپل ځاي ولګیږي او د اړمنو کورنیو په درد دوا شي.

News image

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .