ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست په هلو ځلو ۳۷۴ فامیلونو سره ۴ میلونه ۴۸۸ زره افغانیو نغدي کمک ترسره شو
ننګرهارــــ۲۸ربیع الثاني۱۴۴۴
د ماشوم ساتني مؤسسي اداري په مالي مرسته او پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست په همکاري د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالی کي ۳۷۴ فامیلونه چي د ډیر غریب او ورځني عاید يي کم ؤ د خوراکي موادو په پار ورسره نغده مرسته ترسره شوه.
ذکر شوي هر فامیل ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ وویشل شوي چي سروي يي یادي مؤسسي پخوا ترسره کړي.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي ددوي سره يي د نغدو مرستو زمینه مساعده کړي.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست استازي د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه او مؤسسي استازو ته يي لارښونه وکړه چي خپل کارونه په شفاف ډول سرته ورسوي ترڅو مستحقو فامیلونو ته په خپل وخت مرسته ترسره کړو.
